په ژړيدو مِ خا مخا اړَوي
چه مِ خبره په خندا اړوي
مينه د وس خبره نه ده ګنے
ځان به څوک ولے په بلا اړوي
مخ ئے راواړو وربل خوروي
نن م تيرو ته په رنړا اړوي
زما قسمت لکه پښتون چه نه وي
تل په بے ننګو خلکو ما اړوي
هم م خفه کړي هم مسکے شي راته
په سرو لمبو م په بيا بيا اړووي
خمارے سترګے ئےراواړولے
نن م دا څکلو په ګناه اړوي
هغه دا خپل ستم نه ن دے خبر
په عابد پړمخے دنيا اړوي
Bookmarks